د کونړ لوا قوماندان د دې ولایت له سیمه ایز کنډک څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ, مولوي محمد عمر "یاسر" د کونړ ولایت لوا قواماندان په "کونړ خاص" ولسوالۍ کې د ا.ا.ا له میشتو مجاهدینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کونړ ولایت لوا قوماندان د پرسونل ارزونه وکړه, د دوې ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او یاد پرسونل ته یې د خلکو امنیت ټېنګښت په موخه لازمې لارښونې وکړې.