زابل کې ۲۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت مرکز قلات اړوند «ترنګ او جلدک» سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۳ موټر سایکلونه، یو شمېر وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم له منځه یوړل شول.