مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال دسلواغې د میاشتې ۳۰ مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۴ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړي کوماندویي دندې او ۹ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۵۶ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۴تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، بادغیس، فراه، سرپل، بلخ، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپيان، د غزني ولایت د اندړو ، واغظ او قره باغ ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه :ې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی دی.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.