بدخشان کې د ۲ چیچیني ترهګرو او طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوند د ترهګرو طالبانو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې د ۲ چیچیني ترهګرو او طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون، ۲۱ ترهګر ووژل شول او د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی قاضي «مولوي ولي الله» په ګډون، ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن زیاد شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.