هلمند کې د القاعده شبکې د ۲ پاکستانيو غړو په ګډون ۶۵ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوندو سیمو کې پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې هند قارې له پاره د القاعده شبکې ۲ تنو غړو چې پاکستان د پنجاب اوسیدونکې وو په ګډون, ۶۵ ترهګر ووژل شول او طالبانو د یو مخکښ قوماندان "بشیر" په ګډون, ۱۳ تنه ټپيان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.