دفاعي او امنیتي ځواکونو د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته تصرف کړه
دفاعي، امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅونکوونکو په ملاتړ، د هرات ولایت “کرخ”ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۵ ترهګرطالبان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې یاده ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه پاکه شوې او کنټرول يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی، ددغې ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې د ترهګرو طالبانو د پاکېدو په موخه چاڼیز عملیات په چټکي سره دوام لري...