تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۲ طالبان ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۲ طالبان ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي. د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، لوګر، کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، بلخ، سمنکان, هلمند، نیمروز او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.