تخار کې د طالبانو نومول شوی والي د یو هوایي برېد په ترڅ کې ووژل شو
نن سهار, هوایي ځواکونو د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار اړوند "سرایسنګ" سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې تخار ولایت له پاره د طالبانو نومول شوي والي "مولوي نورالدین" په ګډون, ۸ ترهګر ووژل شول.
همدا راز په دې برېد کې د دښمن ۴ موټرونه, یوه اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.