سرپل کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول او ۲۳ ونیول شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ په «هوش» او «قم کوتل» کليو کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول او ۲۳ تنه نور ونیول شول، د «هوش» او «قم کوتل» کلي د طالب ترهګرو له شتون څخه پاک شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن د شپې ۱ دوربین، یوه اندازه وسلې او مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلل.