هلمند کې هوايي برېد کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

نن وروسته له غرمې، هوايي ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو دوه پټنځایونه او د ماین جوړونې یوه کارخونه په نښه کړه.

دغه برېد کې د ترهګرو طالبانو ۱۳ کسان ووژل شول او ۲ قوماندانانو په ګډون ۸ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن ۲ پټنځایونه، د ماین جوړونې۱ کارخونه، ۹ ميله کلاشينکوف، ۲ میله پیکا، ۲ راکټ، ۳ درازنوف، ۱۰ مخابرې او ۱۶ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه له منځه وړل شوي.