لغمان کې ۲۹ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند «صاحبان»، «حسین شمران» او «بدور» کلیو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۹ طالب ترهګر ووژل شول، ۴ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.
همدا راز په دغه ولسوالۍ کې ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول او یادې سیمې د طالب ترهګرو له شتونه پاکې شوې.