لوګر کې کومانډو ځواکونو د طالب ترهګرو غونډه په نښه کړه

s.mohmand

تېره ورځ، د ملي اردو کومانډو ځواکونو د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د طالب ترهګرو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې ۶ تنه طالب ترهګر ووژل شول. 

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱ موټر، ۳ موټر سایکلونه، یو زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات د کومانډو ځواکونو لاسته ورغلل.