تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ طالبان ووژل شول ۸۲ ټپیان شول او ۶ نور ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۶ ترهګر طالبان ووژل شول، ۸۲ ټپیان شول او ۶ نور ونیول شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۳۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، خوست لوګر، غزني، میدان وردګ، کندهار، بادغیس، هرات، هلمند، بدخشان او پروان ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.