کندهار کې د ۲۰ کړۍ ماینونو له چاودلو مخه ونیول شوه

s.mohmand

د کندهار ولایت «پنجوايي» او «خاکریز» ولسوالیو اړوندو سېمو کې طالب تروریستانو د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۲۰ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.

د دغه ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو پیښو مخه ونیول شوه.