کندهار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۱۰ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۷ نورټپیان شول.
د دې پخوا کې ۵ کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو یاد ولایت میوند ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موځه ځای پرځای کړي وو، ملي اردو ځواکونو له لوري کشف، خنثی شول او دلسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.