تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۶ طالبان ووژل او ۹۴ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۶ طالبان ووژل شول، ۹۴ ټپیان شول.
 
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.


دغه طالبان د هېواد، نورستان، لغمان، لوګر، مېدان وردګ، زابل، ارزګان، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، بدخشان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.