لغمان کې طالبانو د مخکښو قوماندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو ترهګرو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي.

همدا راز په دغه عملیاتو کې د دښمن يوه اندازه سپکې اودرنې وسلې له منځه وړل شوې.

ديادو نښتو پر مهال  د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له لورې له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمي تصفيه شوي او د عليشنګ په لور ياد عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي.