زابل کې د ۲۳ طالب ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand

 تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د زابل ولایت شهر صفا، شاه جوي او ارغنداب ولسوالیو اړوندو سېمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې ۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه ټپیان شول.

همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۴ پټنځایونه د یو شمېر تجهیزاتو سره له منځه یوړل شول.