هلمند کې القاعده شبکې د هند قارې لپاره یو قوماندان ووژل شول
تېره ورځ مازدیګر دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ، د ګډو عملیاتو په دوام سره، د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې د ترهګرو لپاره د القاعده شبکې ښوونیز مرکز باندې عملیات ترسره کړل.
په پایله کې د طالبانو ۱ قوماندان "علي پنجابي" د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۴غړو په ګډون ووژل شول.
د دې پخوا کې یاد ولایت کې هوایي بریدونو کې د ترهګرو سرګروپ "ذاکر" د ۵ترهګرو په ګډون هم ووژل شول.
همداراز د طالبانو د القاعده شبکې ښوونیز مرکز، ۳ قرارګاوې او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.