کندهار کې ۲۱ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت میوند او پنجوايي ولسوالیو اړوندو سیمو کې پر طالب ترهګرو هدفمند بریدونه وکړل.
چې په پایله کې ۲۱ طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
په دغه بریدونو کې د دښمن ۷ موټر سایکل، زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز طالبانو د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۴۳ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.