تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۸ طالبان ووژل شول او ۳۷ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۸ طالبان ووژل شول او ۳۷ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۴۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، غور، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، بغلان او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.