تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ طالبان ووژل شول او ۱۰۶ نور ټپيان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۰ طالبان ووژل شول او ۱۰۶ ټپیان شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.