هلمند کې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي، امنیتي، کومانډو ځانګړو ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالۍ اړوند کې طالبان په نښه کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یوه مهم قوماندان "شعیب" مشهور په سیف الله په ګډون ۲۵ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.