کندهار کې هوایي برید پر مهال ۸ طالبان ووژل شول

s.mohmand

نن سهار هوایي قواوو، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د طالبانو ۲ قرارګاوې په نښه کړې.

چې په پایله کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۲ قرارګاوې، ۸ میله سپکې، درنې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.