کندهار کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو په ګډون ۵۲ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل .

چې په پایله کې د طالبانو د ۳  مهم قوماندانانو د ارزګان ولایت لپاره د لایزري قطعې قوماندان"شکیب" او ۲ نور  دهلمند ولایت کجکي ولسوالۍ لپاره لایزري قطعې د یاسر شبکې پورې اړوند په ګډون، ۵۲ ترهګر ووژل شول  او ۱۳ نور ټپیان شول.

همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.