پکتیکا‬⁩ کې د ملي اردو د شهیدانو پر محترمو کورنیو د خوړو توکو بستې وویشل شوې

s.mohmand

‏د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو او همکاریو په دوام کې، نن په ⁧‫#پکتیکا‬⁩ ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو پر محترمو کورنیو د خوړو توکو بستې وویشل شوې. ⁩

مخکې له دې د ملي دفاع وزارت له لوري د مرستو رسونې دغه لوی پروګرام په غزنی، خوست، پکتیا، لوگر، میدان وردگ، بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، فاریاب، بلخ، نورستان، ننګرهار، لغمان، سرپل، کنړ، بغلان، او هرات ولایتونو کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د خوړو توکو بستې وویشل شوې.