کندهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو ۱۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې ۱۷ ترهګر ووژل شول, ۴ تنه ټپيان شول او ۶ میله وسلې لاسته راغلې, د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو د یاد ولایت په ژیړۍ, میوند, نیش او ارغنداب ولسوالیو کې د ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۵ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, چې د ملي اردو انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.