د هېواد د هوایي ځواک د يوې هليکوپترې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

په خواشینۍ سره تېره شپه، د مېدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک د ۷۷۷ لوا یوه Mi 17 ډوله هلیکوپترې، سقوط کړی دی. په تآسف سره په دې پېښه کې د هلیکوپترې ۴ تنه عمله او ۵ تنه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ددغې هليکوپترې د سقوط د څرنګوالي په تړاو څېړنې او پلټنې کوي.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه ددغې پېښې شهیدانو ته د الله پاک له درباره جنت الفردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.