کندهار کې د ۳۴ طالبانو وژل کېدل!

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو او کمانډو ځواکونو په ملاتړ د پوځي ګډو عملیاتو په دوام سره کندهار ولایت ارغنداب، پنجوايي، ژیړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې طالبان باندې تصفیوي ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۳۴ طالبان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۲ موضع، ۸ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي. یاد ولایت پنجوایي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین کشف او چاودنه ورکړل شوه.