زابل کې د طالبانو د موټر بم برید پلان ناکام شو
تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل د چاودیدونکو توکو ډک موټر د زابل ولایت مرکز "کلات" ښار کې پر ملکي او پوځي کسانو باندې ترهګریز برید ترسره کړي.
د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري کلات ښار دخولي تلاشۍ کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي په نښه شو, درې کسان د دې قضيې په ټړاو هم نیول شوي.
یاد موټر کې ۱۱۰ مقناطیسي او د سړک غاړې ماینونه، ۱۰۰۰ متره فلیته، ۹۰۰ کپسول او ۱۰ عدده چاودیدونکو توکو بالونونه ځای پرځای شوي وو، دغه توکي یو مسافر وړونکي موټر کې ځای پرځای شوي وو.
د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغو چاودیدونکو توکو مخنیوي سره د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغوره.