افغان ځواکونو کندهار کې ۱۸ طالبان ووژل

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي ګډو عملیاتو په دوام سره کندهار ولایت ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبان باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۱۸ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

همداراز یادو ولایت ژیړۍ ولسوالۍ کلي او هلمند کندهار عمومي لاره د طالبانو له شتونه پاکه شوې او ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.

همداراز یاد ولایت ژیړۍ، ډنډ او ارغنداب ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې ۱۳ کړۍ ماینونه، چې ترهګرو د ملکي خلکو،دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو او ورانکارو فعالیتونو په موخه ځای پرځای کړي وو خوشبختانه د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو انجینیرۍ ټيم له لوري کشف او خنثی شول.