کندهار کې افغان ځواکونو ۲۸ طالبان ووژل

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن  کندهار ولایت ارغنداب او ژېړۍ  ولسوالیو کې طالبانو باندې چاڼیز عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۲۸ طالبان ووژل شول او ۷ تنه ټپیان شول.

 دښمن یو موټر، ۳ موټرسایکلونه، ۱۳ بورۍ چاودیدونکي توکي، ۵۰ موضع، او یوه  اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي دي.

همداراز ارغنداب کې ۱۱ کړۍ ماینونه، چې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو او ورانکارو فعالیتونو په موخه ځای پرځای کړي وو خوشبختانه د ملي اردو انجینیرۍ  ټيم له لوري کشف او خنثی شول.