کندهار کې افغان ځواکونو پر طالبانو هدفمند بریدونه وکړ

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن د کندهار ولایت ارغنداب او میوند ولسوالیو کې پر طالبانو هدفمند عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول، همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز ۴۰ کړۍ، ماینونه چې طالبانو یادو ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی شول.