کندهار کې د ۴۲ تنو ترهګرو وژل کیدل!

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د میانشین، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړل.

د دغه عملیاتو په پایله کې، ۴۲ طالب ترهګر ووژل شول، ۸ تنه ټپیان شول، د دښمن ۴ موټر سایکل، ۱ موضع، وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز دفاعي ځواکونو د یاد ولایت په میوند او ارغنداب ولسوالیو کې، د ۳۵ کړۍ ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو چاودنو مخه ونیوله او د لسګونه کسانو ژوند يې وژغوره.