د ملي اردو ځواکونو له خوا په کندهار کي د ۱۰ پلونو او پلچکونو رغونه او طالبانو د ماین جوړولو د یوې کارخانې له منځه وړل

s.mohmand

د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې، ۳ طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان شول، د دښمن د وسلو، مهماتو او ماین جوړولو یوه کارخان ویجاړه شوه او د ترهګرو له شتون څخه د «مردک» او «مسلم آباد» کلي پاک شول.

دغه ۱۰ پلونه او پلچکونه د یاد ولایت د لومړۍ لارې په اوږدو کې چې د لښکر ګاه دوه لارې نه تر میوند ولسوالۍ پورې غزیدلې، د طالبانو له لوري ویجاړ شوي وو، د ملي اردو له خوا بیا ورغول شول.

همدا راز دفاعي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د ۲۵ کړۍ ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو بریدونو مخه ونیوله.