په هلمند کې د طالبانو موټر بم ترهګریز برید ناکامه شو
نن له غرمې مخکې طالبانو غوښتل چې د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالې اړوند په لومړۍ لويي لار کې پر ملکي او نظامي کسانو یو موټر بم ترهګریز برید تر سره کړي.
هوايي ځواکونو دغه موټر بم موخې ته له رسیدو مخکې په نښه کړ، چې په پایله کې ۱ ترهګر د موټر بم سره یو ځای له منځه یوړل شو او د یو لوي ترهګریز برید مخه ونیول شوه.