کندهار کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
دغو عملیاتو پایله کې۱۹طالبان ووژل شول او ۸ ټپيان شول، د دښمن ۴ موټرسایکلونه، یو دوربین او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
همدا راز ۹۵کړۍ ماینونه چې طالبانو کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.