د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د کندلانو له سیمې څخه ددغې ولسوالۍ "شهید سلیمان" بیز ته د یوې پوځي پوستې د لېږد په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د "کندلانو" له سیمې څخه د ملي اردو یوه پوسته ددغې ولسوالۍ د "شهید سلیمان" بیز ته نن انتقال شوه.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه، له جدي ارزونو وروسته، د بهترې او لا زیاتې اغیزمنتیا په موخه دې پایلې ته ورسیده چې دغه پوځي پوسته له دغې سیمې څخه د "شهید سلیمان" بیز ته ولېږدوي. د شهید سلیمان له دغې پوځي اډې څخه به، د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ځان او مال د خوندېتوب په موخه اغیزمنه ګټه واخیستل شي.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه له خپل ټول ځواک او امکاناتو څخه کار اخلي ترڅو د اغیزمنو او ګټورو لارو چارو په کارولو سره د خپلو هېوادوالو لپاره امنیت ټینګ کړي او د دښمنانو له بریدونو څخه ساتنه وکړي.