ننګرهار کې ۱۱ ترهګر ووژل شول
ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د ننګرهار ولایت د شیرزادو، حصارک ولسوالیو او د پچیراګام ولسوالۍ په "ګیرا خیل" سیمه کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړل .
دغو عملیاتو پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.