په فاریاب کې د طالبانو د ۳ مخکښو غړو په ګډون ۲۱  ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ د فاریاب ولایت د قیصار او المار ولسوالیو اړوندو سېمو کې د دښمن په پایګاوو او غونډو باندې هوايي هدفمند بریدونه تر سره شول، چې په ترڅ کې قاري مهراب مشهور په "رحیمي"، قاري شریف مشهور په "شهرام" او قاري معاذ الله د طالب ترهګرو د ډلې مخکښ غړو په ګډون، ۲۱ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.

په دې هوايي بریدونو کې د دښمن، ۴ قرارګاه وې، یو شمېر موټر او وسلې له منځه یوړل شوې.