کندهار کې ۱۵ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ "کوهک" او "جوی لاهور" سیمه کې او د ډنډ ولسوالۍ " ځلاخان" اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه تجمع کړې وه.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو او د هوایي قوا په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۱۵طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپيان شول.

همداراز دطالبانو ۳ مورچلې، ۴موټرسایکلونه، د چاودیدونکو توکو ډک فولډر ډوله موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوې.

همدا راز، ۱۱۰ کړۍ ماینونه چې طالبانو د کندهار ولایت ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د ملکي خلکو د تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.