بلخ کې ۱۵ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ طالبان د بلخ ولایت"چهاربولک" ولسوالۍ خان اباد، تیمورک او مس ګران سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځوابي او توپچي برید په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې۱۵ طالبان ووژل شول او ۲ کسان ونیول شول.
همدا راز د نښتو په پایله کې د طالبانو ۱ غَرَنَی هاوان، څو بېلابیل ډول وسلې له منځه وړل شوي او ۵ کړۍ ماینونه کشف او چاودنه ورکړل شوې.