زابل ولایت کې ۷ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول

s.mohmand

تېر ه شپه طالبان د زابل ولایت "شاه جوی" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود. دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۷ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د نښتو پایله کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.