ارزګان کې د ۴ طالبانو وژل کېدو سره ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
تېره ورځ طالبان د ارزګان ولایت "ګیزاب" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
دنښتو پایله کې د طالبانو یو موټرسایکیل او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.
همدا راز ۱۲ کړۍ ماین چې طالبانو د ارزګان ولایت "ګیزاب" ولسوالۍ بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد، دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.