په فاریاب کې د ۳ تنه ترهګرو په وژل کیدو د طالبانو د برید پلان ناکامه شو

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د فاریاب ولایت د "بلچراغ" ولسوالۍ اړوند په "تقلباش" سېمه کې پر دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د برید پلان درلود.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ ددغه ډله ترهګرو مرکز په نښه کړ، چې په پایله کې ۳ تنه طالبان ووژل شول.

همدا راز ددې نښتو په ترڅ کې د دښمن ۱ موټر، ۶ موټر سایکل له منځه وړل شوي او ۳۰۰۰ بیلابیل ډوله مرمۍ او مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.