کندهار ولایت کې د ۲۵ طالبانو وژل کېدو سره برید یې ناکامه شول
تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت "ژیړۍ" او " ارغنداب" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو دبرید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
د نښتو پایله د طالبانو دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز ۲۱ کړۍ ماینونه چې طالبانو کندهار ولایت "ارغنداب" ولسوالۍ کې د خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.