په ارزګان کې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله او بریدونه یې ناکامه شول
تېره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت په "چورې" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه ناکامه کړل، چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.
همدا راز په دغو نښتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.