په بغلان کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه د طالب ترهګرو یوې ډلې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د "پل حوت خیل" سیمه کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړ.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه برید دفع او ناکام کړ، چې د نښتو په بهیر کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او د "مولوي سمیع الله" په نوم د هغوی یو تن ټپي شو.