کندهار کې ۳۰ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د «شاه ولیکوټ» او «ژیرۍ» ولسوالیو اړوند د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې ۳۰ طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپيان، د دښمن ۳ پټنځایونه، یو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.