تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ طالبان وژل شوي, ۳۶ ټپيان او ۱۰ تنه نیول شوي
د دفاعي او امنیتي ځواکونو د نښتو او ځوابي بریدونو په ترڅ کې, ۱۱۸ طالبان وژل شوي, ۳۶ ټپيان, ۱۰ تنه نیول شوي, زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د هېواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له لوري, ۱۷ کړۍ ماینونه ځای پر ځای شوي وو, د ملي اردو له خوا کشف او شنډ شول.
دا طالبان د کنړ، غزني، ارزگان، کندز، کندهار او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.